برتانیوي تابعیت

برتانیوي تابعیت


Bookmark and Share


که تاسو په برتانیا کې له یوې ټاکلې مودې راهیسې اوسېږﺉ او د پاتې کېدلو له پاره د نامعین وخت اجازه لرﺉ، تاسو کولی شئ چې د برتانیوي تابعیت له پاره غوښتنلیک ورکړﺉ. فورمې، فیسونه او بشپړ شرطونه د برتانیا د سرحدي چارو د ادارې په ویب سایټ www.ukba.homeoffice.gov.uk/britishcitizenship شته یا تاسو کولی شئ چې د تابعیت د تماس مرکز ته په 08450105200 نمبر باندې ټیلیفون وکړﺉ.

تاسو باید وښیئ چې تاسو کولی شئ چې په انګلېسي خبرې وکړﺉ او په برتانیا کې د ژوند په هکله پوهېږﺉ. ډېر خلک به اړتیا ولري چې د ژوند په برتانیا کې ازموینه www.lifeintheuktest.gov.uk ورکړي. دغه وېب سایټ له تاسو سره مرسته کوي چې د ازموینې یا ټیسټ له پاره تیاری ونیسئ.

تاسو اړتیا لرﺉ چې د دغې ازموینې تر ورکولو مخکې په برتانیا کې د ژوند په هکله څومره ډېر چې کولی شئ زده کړه وکړﺉ. تاسو کولی شئ چې دغه معلومات په یوه لارښود کتاب کې چې ژوند په برتانیا کې: د تابعیت په لوري یو سفر www.tsoshop.co.uk/bookstore.asp نومېږي ومومئ.

که ستاسو د انګلېسي سطحه لهESOL پیل څخه ټیټه وي تاسو اړتیا نه لرﺉ چې ازموینه ورکړﺉ او پرځای یې تاسو کولی شئ چې د انګلېسي ژبې (ESOL) او تابعیت د اړوندو چارو ګډ کلاسونه تعقیب کړﺉ. په خپله سیمه کې د کلاسونو د موندلو له پاره د ESOL د معلوماتي لاین 02380233772 سره تماس ونیسئ. esol@clearproject.org.uk for classes in your area.

د تابعیت په قانون کې بدلونونه

د سرحدونو، تابعیت او کډوالۍ په هکله د 2009 نوي قانون د برتانوي تابعیت د ترلاسه کولو له پاره په مقرراتو او کړنلارو کې بدلونونه راوستل. په دغه قانون کې « ترلاسه کړی تابعیت» چې په هغه کې هغه خلک چې د تابعیت له پاره غوښتنلیک ورکوي باید په برتانیا کې د تل پاتې کېدلو له پاره کافي شمېر نومرې ترلاسه کړي. د برتانیا د سرحدي چارو اداره پلان لري چې د 2011 کال په جولای کې ترلاسه کړی تابعیت پیل کړي.

د تابعیت په قانون کې وړاندیز شوي بدلونونه

www.ukba.homeoffice.gov.uk/sitecontent/newsarticles/2009/august/proposed-changes-to-law1

د ترلاسه کړي تابعیت له پاره انتقالي ترتیبات

www.ukba.homeoffice.gov.uk/sitecontent/newsarticles/2009/september/transitional-arrangements-earned

د تابعیت د کتلو خدمت

یو د تابعیت د کتلو خدمت www.southampton.gov.uk/living/citizenship/nationalitycheckingservice.aspx د ساوت امپټون د ثبت په اداره کې موجود دی.

د دغې اسانتیا هدف دا دی چې د خلکو له خوا په سم ډول د غوښتنلیکونو د نه ډکولو له امله رامنځته شوي ځنډونه کم کړي. دغه اسانتیا به همدارنګه ډاډمنه کړي چې له غوښتنلیک سره صحیح سندونه او پوره فیس جمع شوي دي. هغوی به هغه سندونه فوټوکاپي کړي چې د غوښتنلیک له فورمې سره لېږل کېږي چې په دې توګه به غوښتنلیک ورکوونکی وکولی شي چې خپل ارزښتناک سندونه وساتي. د دغه کار له پاره کارمندان په ځانګړي ډول روزل شوي دي. هغوی نشي کولی چې تاسو ته ووایي چې آیا غوښتنلیکونه به بریالي وي. هغوی نشي کولی چې ستاسو د غوښتنلیک د مراحلو په طی کولو کې چټکتیا راولي.

د دغه خدمت د ترسره کولو له پاره یو فیس هم شته چې د ملاقات له پاره د وخت د ټاکلو پر وخت تادیه کېږي، او دا چې کېدی شي چې تادیه د کریډیټ کارډ یا ډیبیټ کارډ له لارې ترسره شي.

له دغې اسانتیا یا خدمت څخه د ګټې اخیستنې له پاره تاسو اړتیا لرﺉ چې په

The Register Office,
6a Bugle Street,
Southampton SO142LX.
02380915325
نمبر ته ټیلیفون وکړﺉ یا په nationality.checking@southampton.gov.uk پته برېښنالیک یا ایمیل ولېږﺉ.