یو رضاکار شئ او کاري تجربه ترلاسه کړﺉ

یو رضاکار شئ او کاري تجربه ترلاسه کړﺉ


Bookmark and Share


یو رضاکار داسې یو چاته وایي چې د نورو د ژوند د ښه کولو له پاره خپل وخت لګوي. په برتانیا کې، ډېرې خیریه ادارې او ټولنیز ګروپونه رضاکاران د خپل کار د یوې برخې په توګه کاروي. د رضاکارو رولونه یو تر بله ډېر توپیر لري: په دې کې له زړو سره مرسته کول، له محرومو یا ناروغو خلکو سره دوستانه چلند کول، د ورزش روزونکی کېدل، په یوه پروګرام کې د رضاکار په توګه کار کول، په یوه ښوونځي کې له کوچنیانو سره مرسته کول شامل دي.

دا یو فرصت دی چې تاسو خپل صلاحیتونه وکاروﺉ او خپلو مهارتونو ته وده ورکړﺉ او نوي هغه زده کړﺉ. دا هم یو فرصت دی چې نوي ملګري پیدا کړﺉ، انګلېسي مو مشق کړﺉ او په برتانیا کې د کاري چاپېریال په هکله معلومات ترلاسه کړﺉ.

استخداموونکي هغه خلک خوښوي چې په ټولنه کې رضاکارانه کار کوي

ډېر استخداموونکي د هغه چا په پرتله چې څه رضاکاري یا بېخي کار یې نه وي کړی غوره ګڼي چې یوه دنده داسې چا ته ورکړي چې په برتانیا کې یې د رضا کار په توګه کار کړی وي. دا یو فرصت دی چې یو تازه ریفرنس ترلاسه شي.

یو ریفرنس ترلاسه کړﺉ

ښایي تاسو د رضاکار په توګه د خپل کار په پای کې له موسسې یا رضاکار ګروپ څخه یو ریفرنس ترلاسه کړﺉ. رضاکاران کولی شي چې د ترتیب او تعهد په ښودلو سره داسې ریفرنسونه ترلاسه کړي چې د راتلونکو استخداموونکیو له پاره حقیقي ارزښت لري.
په ساوت امپټون کې د رضاکارۍ ډېر فرصتونه شته، هر له ۱۸ کلنۍ څخه د ډېر عمر شخص کولی شي چې د رضاکار په توګه کار وکړي. .

نور معلومات ترلاسه کړﺉ

د ساوت امپټون د رضاکارۍ خدمتونه SVS
The Voluntary Action Centre
Kingsland Square
St Mary Street

02380228291

volunteering@southampton.org.uk

www.southamptonvs.org.uk

نورې هغه ادارې چې رضاکاران په کار ګوماري

کلیر

11 Queensway
Southampton, Hampshire,
SO14 3BL

02380221702

volunteer@clearproject.org.uk

ایوینیو ملټي کلچرل سنټر

The Avenue,
Southampton
SO171XQ

د اروپایي اتحادیې د ښه راغلاست پروژه یا اي یو ویلکم پراجېکټ

Call Dave Adcock on 07786392886

or email euwelcome@yahoo.co.uk