بیړني خدمتونه ۹۹۹

بیړني خدمتونه ۹۹۹


Bookmark and Share


هیله ده چې یوازې د بیړنیو حالتونو په هکله د راپور ورکولو له پاره ۹۹۹ وکاروﺉ. کله باید ۹۹۹ وکاروﺉ:

  • ۹۹۹ ته یوازې هغه وخت ټیلیفون وکړﺉ چې که
  • حمله کوونکي له تاسو سره نژدې وي،
  • ژوند له خطر سره مخامخ وي،
  • ټپونه رامنځته شوي وي یا یې ګواښ شوی وي،
  • جرم یا بې نظمي روانه وي،
  • یړني حالتونه.

د دې له پاره چې د ورځنیو پوښتنو او د پولیس له محلي ماموریت سره تماس ونیسئ د
08450454545 نمبر ته ټیلیفون وکړﺉ.

غیربیړني خدمتونه

101 (یوازنی نه بیړنی نمبر)

101 یو ۲۴ساعته نمبر دی چې د هامپشایر د پولیسو له خوا برابر شوی دی. که چېرې پېښه بیړنۍ نه وي، دغه نمبر وکاروﺉ، د مثال په توګه:

  • وحشیتوب، پر دېوالونو لیکونه کول او د جایداد نور قصدي تخریب
  • د شور اړوند مسایل
  • وېرول او زورول
  • ممنوع عرادې
  • په کوڅو کې ګند او چټلي
  • په عامه ځایونو کې د خلکو نشه توب او چیغې او سورې
  • د نشه ییزو توکو اړوند اجتماع ضد چلند
  • د کوڅو د روښنایۍ په برخه کې ستونزې

د 101 خدمت یوازې د نه بیړنیو ستونزو له پاره دی. که تاسو کومه بیړنۍ ستونزه لرﺉ تاسو باید همېشه ۹۹۹ نومره دایره کړﺉ.

د ساوت امپټون د ښار شورا

عمومي سویچ بورډ 02380223855
د سهار د 8:30 او د مازدیګر د 17:00 بجو ترمنځ د اونۍ پر ورځو (د مازدیګر تر 16:30 بجو د جمعې پر ورځو)، د اونیزې رخصتۍ او عمومي رخصتۍ پر ورځو. په بیړنیو حالتونو کې له یادو شویو ساعتونو څخه پرته په نورو وختونو کې 02380233344 نومره ډایل کړﺉ.

تاسو کولی شﺉ چې د ټولنې د پاملرنې خدمتونو، د کوچنیانو د خدمتونو او زده کړې، ټولنیزې پاملرنې، د لویو لارو او چاپېریال د روغتیا، ونو، او همدارنګه د شورا په کورونو کې د بیړني کار له پاره د اړیکې نیولو له پاره دغه نومره وکاروﺉ.

ایکشن لاین 08005191919

د سهار 8:30 – د مازدیګر 17:00 بجې، دوشنبه تر جمعه.

په لاندې برخو کې د ستونزو یا پوښتنو په هکله مونږ ته د ویلو له پاره د ایکشن لاین وړیا خدمتونه وکاروﺉ:

ممنوع عرادې، د بس ویجاړ شوي یا خراب شوي تمځایونه، د سپیو ګندګي/نه کنټرول، پر دېوالونو کرښې اېستل، کندې، د بیاکارولو له پاره د اضافی موادو برابرول، د بې کاره موادو ټولونې، د کوڅې روښنایي، ونې، نه خوندي سرکونه او پلې لارې. د ساوت امپټون د شورا د کورونو کرایه اخیستونکي همدارنګه کولی شي چې د خپلو کورونو د ترمیم یا د اپارتمانونو بلاکونو ته د شریکو دروازو د ترمیماتو په هکله د راپور ورکولو له پاره ایکشن لاین وکاروي.

د هامپشایر اور او نجات

د هامپشایر د اور او نجات اداره په دې هکله ملاتړ او مشوره وړاندې کوي چې څنګه ډاډمنه کړي چې ستاسو کور خوندي او د اور له خطر څخه خلاص دی. هغوی په وړیا توګه د «کور د خوندیتوب کتنې» وړاندې کوي. د نورو معلوماتو له پاره کلیک کړﺉ:

www.hantsfire.gov.uk/index

د هامپشایر پولیس

www.hampshire.police.uk/internet

جنوبي مرکزي د امبولانس خدمت

که ټپ یا ناروغي ډېر جدي یا ژوند ګواښوونکی وي، د ۹۹۹ نمبر ته د یوه امبولانس د غوښتنې له پاره ټیلیفون وکړﺉ. د نورو معلوماتو له پاره کلیک کړﺉ:

www.southcentralambulance.nhs.uk