مشوره باید چېرې ترلاسه شي
جي اېم بي
جي اېم بي (GMB) د جنرل، میونیسپل، بایلرمیکرز او الایډ ټریډ یونین یا عمومي، د ښار اړوند، دېګ بخارجوړونکيو او د متحده سوداګریزې اتحادیې لنډیز دی. دغه اتحادیه په سینټ مارکس ښوونځي کې د لویانو د زده کړې یو مرکز لري چې له ایسټلیګ کالج سره په ګډه د نویو راغلیو (که کډوال وي یا رالېږدېدلي کارکوونکي) له پاره د ESOL او کمپیوټر کورسونه برابروي.
هغه همدارنګه هغو مراجعینو ته چې د کار په برخه کې ستونزې لري مشوره او ملاتړ هم ورکوي. تاسو د دغې اتحادیې خدمتونو ته د لاس رسي له پاره مجبور نه یئ چې د هغې غړي اوسئ.
St Marks School,
Stafford Rd
Southampton, Hampshire,
SO155TE
02380774299
ریفیوجي ایکشن
ریفیوجي ایکشن یوه ملي موسسه ده چې په پورټسموت کې یو دفتر لري. هغه کډوالو او پناه غوښتونکیو ته مشوره ورکوي او هغوی حمایه کوي. په ساوت امپټون کې پراخ خدمت د سه شنبې او جمعې په ورځو په ګڼ کلتوريز مرکز کې ترسره کېږي. The Avenue, Southampton SO171XQ
د تماس په هکله معلومات:
Refugee Action Suite F3/4
2nd Floor Venture Tower
Fratton Road, Portsmouth
PO15DL
02392857561
د اروپایي ټولنې د ښه راغلاست پروژه
د ختيځې اروپا د نویو دولتونو د خلکو له پاره چې له 2004 کال راهیسې (چې د A10 په نامه پېژندل کېږي) له اروپایي اتحادیې سره یوځای شوي دي د مشورې او معلوماتو خدمتونه. 8 هېوادونه په 2004 کال کې له اروپایي اتحادیې سره یوځای شول چې تر ټولو لوی یې پولنډ دی. دوه نور هېوادونه یعنې رومانیا او بلغاریا په 2007 کال کې یو ځای شول.
ډیو اډکاک ته په ۰۷۷۸۶۳۹۲۸۸۶ نومره باندې ټیلیفون وکړﺉ یا په 07786392886
ته برېښنالیک ولېږﺉ. euwelcome@yahoo.co.uk
کلیر (CLEAR)
د ښاري ژوند ښوونه او روزنه او د کډوالو په وړاندې چلند یا سیټي لایف ایجوکیشن اینډ ایکشن فار ریفیوجیز (CLEAR) له کډوالو او پناه غوښتونکیو سره کار کوي. هغه مشوره او مرسته، د انګلېسي ژبې او نور کورسونه لکه آی سي ټي او د خپلې سوداګرۍ پیلول وړاندې کوي.
د مشورې ورځې: سه شنبه او پنجشنبه، د سهار له 9.30 بجو څخه د ماسپښین تر 15.00 بجو پورې، د جمعو پر ورځو د سهار له 9.30 بجو څخه د غرمې تر 12.30 بجو پورې.
CLEAR
11 Queensway
Southampton, Hampshire,
SO14 3BL
02380221111
Website: www.clearproject.org.uk
د اي اېس او اېل مرستندوی لین (ESOL Helpline)
کلیر (CLEAR) د هرهغه چا له پاره چې غواړي په ساوت امپټون کې انګلیسي زده کړي یو مرستندوی لین لري. هر نوی رارسېدلی شخص چې غواړي چې د انګلېسي ژبې د زده کړې د کورسونو په هکله معلومات ترلاسه کړي باید له CLEAR سره په لاندې ټیلیفون نومره اړیکه ونیسي.
د اي اېس او اېل ټیلیفون: 02380233772
یا
esol@clearproject.org.uk یمیل ولېږي
ګڼ کلتوریز مرکز (Multi-cultural centre)
دغه مرکز د سه شنبې او جمعې پر ورځ پرانستی وي او د سره صلیب له خوا چلېږي. کلیر (CLEAR)، ریفیوجي ایکشن، پورټسموت حقوقي مشورتي مرکز ټول پر یادو ورځو پراخ خدمتونه وړاندې کوي. دغه فعالیتونه د اي اېس او اېل له وړاندې کولو څخه نیولې بیا د کډوالو او پناه غوښتونکیو له پاره تر مشورې او حمایې پورې چارې ترسره کوي.
Avenue Multicultural centre
The Avenue,
Southampton
SO171XQ
02380678787
د ساوت امپټون او وینچیسټر د رضاکارو ګروپ (SWVG)
د ساوت امپټون او وینچیسټر د رضاکارو ګروپ (SWVG) یوه کوچنۍ راجسټر شوې خیریه اداره ده چې پناه غوښتونکیو ته، په ځانګړې توګه هغو ته چې د حکومت د موجوده پالیسۍ له امله د تش لاس پاتې کسانو له پاره خصوصي، عملي او مالي ملاتړ برابروي.
07503176350 (ځوابي ټیلیفون)
د استخدام د لاس رسي مرکز (Employment Access Centre)
د ویټشیف ټرسټ له خوا چلېږي چې کولی شي چې د UK NARIC له لارې د ماوراء النهر یا اورسیز هېوادونو د مهارتونو د په قانوني توګه پېژندلو په برخه کې مرسته وکړي. د برتانیا له پاره د په رسمیت پېژندلو ملي معلوماتي مرکز (UK NARIC) هغه ملي اداره ده چې په نړیواله کچه له ۱۸۰ څخه د ډېرو هېوادونو د حرفوي، علمي او مسلکي مهارتونو په هکله معلومات، مشوره او د کارپوهانو نظریې وړاندې کوي.
Wheatsheaf House,
24 Bernard Street,
Southampton,
SO143AY
02380223345
د لیدنې وخت: 1.30 – 4.30 د دوشنبې، سه شنبې، پنجشنبې پر ورځو.
د بې کوره خلکو د روغتیایي څارنې ټیم
د بې کوره خلکو د روغتیایي څارنې ټیم له هغو خلکو سره مرسته کوي چې بې کوره وي او یو محلي ډاکټر نه لري. هغوی همدارنګه له هغو پناه غوښتونکو او کډوالو سره چې نوي ښار ته راغلي وي او لا له یوه ډاکټر سره راجسټر شوي نه وي، هم مرسته کوي.
Homeless Health Care Team
30 Cranbury Avenue,
Southampton,
SO140LT
02380336991
پامیله کمپ بیل – د نرسانو د ډلې مشره:
هاماوس (HAMAOUS)
د پیسو په هکله د مشورې له پاره د ساوت امپټون د ښار شورا: د کورجوړونې او پیسو په برخه کې د مشورې له پراخ خدمت (HAMAOUS) سره تماس ونیسئ.
کېدی شي چې دغه خدمت ته مراجعې د ټیلیفون (02380339206) یا ایمیل له لارې وشي. که تاسو د یوې مراجعې په هکله ایمیل کوﺉ، هیله ده چې مل د مراجعې فورمه ډکه کړﺉ او په outreach.advice@southampton.gov.uk برېښنالیک پته یې ولېږﺉ.
سي ای بي (CAB)
د کډوالۍ، تابعیت، حقوقي مسایلو، ګټو، کور جوړونې او نورو ورته مسایلو په هکله په پراخه کچه وړیا، محرمه او بې طرفانه مشوره ورکوي.
3 Kings Park Road
Southampton, SO152AT
02380223659
خو زه انګلیسي خبرې نه کوم
که تاسو په انګلیسي ښې خبرې نشﺉ کولی، اداره (پولیس، ټولنیز کارګر، مشورتي سازمانونه) باید تاسو ته یو ترجمان برابر کړي؛ که تاسو ته ترجمان نه وي درکول شوی غوښتنه یې وکړﺉ.
که تاسو له ترجمان سره خوشحاله نه یئ یا ډارېږﺉ چې هغه به ستاسو خبرې رسوا کړي، له ادارې څخه د بل ترجمان غوښتنه وکړﺉ.
خبرو اترو ته لاس رسی
د تحریري ترجمې او شفاهي ترجمې خدمتونه
02380241300 or
02380241301
ملي ادارې او وېب سایټونه
مولټي کلټي
د کورجوړونې، کډوالۍ، روغتیا، خیریه امتیازاتو، پور، ښوونې او روزنې او استخدام په هکله په بېلابېلو ژبو معلومات او لارښوونې وړاندې کوي.
مای یو کی انفو