ستاسو پیسې: د شورا مالیه

ستاسو پیسې: د شورا مالیه


Bookmark and Share


د شورا مالیه څه ده؟

د شورا مالیه یا ټکس یوه محلي مالیه ده چې د محلي حکومت له خوا ټولېږي. د شورا مالیه د محلي خدمتونو لکه پولیسي چارو او د اضافي موادو د ټولونې په بدل کې د تادیې په برخه کې مرسته کوي.

هغه یوه د کورني جایداد، لکه اپارتمانونو او کورونو مالیه ده. هغه د ټولو کورونو له پاره که شخصي وي او که کرایي د اجرا وړ ده. ځینې خلک مجبور نه دي چې د شورا مالیه تادیه کړي او ځینې خلک بیا یو تخفیف ترلاسه کوي.

څوک یې تادیه کوي؟

هر کور؛ چې کېدی شي یو کور وي، یو اپارتمان وي یا یوه کوټه وي، یو د شورا د مالیې بیل لري. معمولا باید استوګن دغه بیل تادیه کړي.

د شورا په مالیه کې تخفیفونه کېدی شي په ځانګړیو شرایطو او حالتونو کې وشي، د مثال په توګه که تاسو یوازې اوسېږﺉ.

د تخفیفونو او معافیتونو په هکله د زیاتو معلوماتو له پاره ستاسو له بیل سره درلېږل شوي اضافي جزیات وګورﺉ
02380832349 نمبر ته ټیلیفون وکړﺉ

څنګه تادیه وکړﺉ؟

تاسو کولی شئ چې خپل بیل په قسطونو کې تادیه کړﺉ او دغه قسطونه به ستاسو پر بیل ښودل کېږي. تاسو کولی شئ چې پر بېلاجبېلو طریقو یې تادیه کړﺉ لکه مستقیم ډیبیټ، کریډیټ کارډ یا ډیبیټ کارډ، آنلاین تادیه یا د پستې له لارې تادیه. په دې هکله جزیات چې څنګه تادیه وکړﺉ په بیل کې شته.

د خپل بیل په تادیه کې ځنډ مه کوﺉ که نه شورا به لاس په کار شي چې له تاسو څخه پیسې ترلاسه کړﺉ. که تاسو خپل د شورا بیل تادیه نه کړﺉ، شورا به ستاسو د راغوښتلو له پاره یو جلب صادر کړي. محکمه به یو د پوروړ توب یا قرضدارۍ حکم ورکړي په دې معنی چې تادیات به ستاسو له اجورې یا ستاسو له ګټې څخه کمول کېږي. کېدی شي چې په دې لړ کې یو څارونکی ستاسو له کور څخه هم لیدنه وکړي.

کله چې تاسو یوه کور ته کډه کېږﺉ او کله چې تاسو یو کور ترک کوﺉ تاسو باید شورا ته ووایئ، په دې توګه کېدی شي چې ستاسو له پاره د مالیې په برخه کې تدبیر وشي.

د تماس جزیات:

ټیلیفون: 02380832349

لیک: د مالي چارو محلي خدمتونه، مدني مرکز، ساوت امپټون
Local Taxation Services,
Civic Centre,
Southampton,
SO147LD

ایمیل council.tax@southampton.gov.uk
فکس: 02380832144

د شورا د مالیې ګټه

د دې له پاره چې معلومه کړﺉ چې آیا تاسو د خپل بیل له پاره د مرستې وړ یئ که نه، د ګټې د خدمتونو له ادارې سره تماس ونیسئ:

ټیلیفون: 02380832031

د لیک پته: د ګټې خدمتونه، ساوت امپټون پي او بکس
Benefit Services,
Southampton PO Box 954,
SO142YH

ایمیل benefit.services@southampton.gov.uk

د نورو معلوماتو له پاره کلیک کړﺉ:

www.southampton.gov.uk/living/counciltax