پیسې – یو بانکي حساب پرانیزﺉ
کله چې تاسو یوه نوي هېواد ته لېږدېږﺉ کېدی شي چې دا ستاسو له پاره سخته وي چې خپلې پیسې څنګه تنظیم کړﺉ. هلته ډېر داسې شیان دي چې تاسو یې باید له خوراک او پوښاک پرته وپېرﺉ؛ د مثال په توګه د تلوېزیون جواز، ګاز، برېښنا او نور ټولنیز صنعتونه. تاسو باید له خپلې اجورې څخه حکومت ته مالیه او همدارنګه د کور خاوند ته کرایه او د هغه کور یا اپارتمان له پاره د ځایي شورا مالیه ورکړﺉ چې تاسو په کې اوسېږﺉ.
ستاسو د پیسو د تنظیمولو له پاره یوه مهمه طریقه دا ده چې یو بانکي حساب پرانیزﺉ.
د دې له پاره چې تاسو یو بانکي حساب پرانیزﺉ، تاسو اړتیا لرﺉ چې لاندې څیزونه وښیئ:-
- د هویت پروف چې ستاسو عکس پرې لګېدلی وي.
- ستاسو د استوګنځي د ادرس ثبوت.
ځینې بانکونه له دوو څخه ډېرې هویت پاڼې غواړي. تاسو له ځان سره هومره ډېر معلومات واخلئ چې ممکن وي.
کېدی شي چې ستاسو بانک د هویت د ثبوت له پاره لاندې سندونه وغواړي:
- پاسپورټ یا ملي هویت پاڼه (تذکره)
- د استوګنې جواز یا ورته سند چې د کورنیو چارو د ادارې له خوا صادر شوی وي چې په برتانیا کې ستاسو د استوګنې حق په ګوته کوي.
- د موټر چلولو جواز یا لایسنس
کېدی شي چې د ادرس د ثبوت یا پروف له پاره ستاسو بانک لاندې سندونه وغواړي:
- د کرایې قرارداد چې هغه ادرس په ګوته کوي چې تاسو په کې اوسېږﺉ.
- د ګاز/برېښنا بلونه
- په برتانیا کې ستاسو د استخداموونکي له خوا یو لیک چې ستاسو د برتانیا ادرس په کې تایید شوی وي (او که تاسو د تادیې کاغذونه لرﺉ هغه هم د هغو په ښودلو کې مرسته کوي)
فوټوکاپۍ مه راوړﺉ – بانکونه اصلي سندونه غواړي، نه فوټوکاپۍ.
د پیسو په هکله مشوره:
که تاسو د پور د مسایلو په هکله مشورې ته اړتیا لرﺉ، د مثال په توګه چې تاسو خپله د شورا مالیه نه وي ورکړې، یا نور لوی بلونه لرﺉ له HAMAOUS یا د اتباعو د مشورې ادارې سره تماس ونیسئ.
هاماوس (HAMAOUS)
د پیسو په هکله د مشورې له پاره، د ساوت امپټون د ښار شورا: د کور جوړونې او پیسو، د مشورې پراختیایي ادارې (HAMAOUS) سره تماس ونیسئ.
تاسو کولی شئ چې (02380339206) نمبر ته ټیلیفون وکړﺉ، یا ایمیل ولېږﺉ.
که تاسو ایمیل کوﺉ، هیله ده چې د مراجعې مل فورمه ډکه کړﺉ او outreach.advice@southampton.gov.uk. ته یې ولېږﺉ.
د اتباعو د مشورې اداره کولی شي چې تاسو ته د پیسو په برخه کې د ستونزو په هکله هم مشوره درکړي.
3 Kings Park Road,
Southampton,
SO152AT.
Telephone: 02380223659
ملي ډبټ لاین هم مشوره ورکوي. هغوی یو هیلپ لاین (مرستندوی ټیلیفون لاین) لري چې وړیا او محرمه مشوره ورکوي.
ملي ډبټ لاین هیلپ لاین: 08088084000
دوشنبه – جمعه، د سهار ۹ بجې – د ماسخوتن ۹ بجې
شنبه، د سهار ۹:۳۰ بجې – د ماسپښین ۱ بجه