ستاسو روغتیا – د زېږنتون خدمتونه

ستاسو روغتیا – د زېږنتون خدمتونه


Bookmark and Share


روغتیا او امېدواري

که تاسو فکر کوﺉ چې امېدوارې یئ، ژر تر ژره له خپل ډاکټر (جي پي) سره تماس ونیسئ.

ستاسو ځایي روغتون ځانګړي خدمتونه لري چې د زېږنتون خدمتونه ورته ویل کېږي. دا د ځانګړیو ډاکټرانو او نرسانو ټیمونه دي چې د ولادي ناروغیو متخصصین او قابله ګانې ورته ویل کېږي. هغوی ستاسو له ډاکټر (جي پي) سره کار کوي چې داسې مراقبت برابر کړي چې تاسو د امېدوارۍ پر وخت ورته اړتیا لرﺉ. (دغه مراقبت ته تر تولد وړاندې مراقبت وایي).

د امېدوارۍ په جریان کې او تر زېږونې وروسته تر یوه کال پورې، تاسو له وړیا نسخو او وړیا د غاښونو مراقبت څخه برخه من کېږﺉ.

کله چې تاسو پوه شئ چې تاسو امېدوارې یئ، لومړی له خپل ډاکټر سره تماس ونیسئ. دا چې څومره ژر کولی شئ ویې کړﺉ. انتظار او ځنډ مه کوﺉ! ستاسو قابله یا ډاکټر به ستاسو د امېدوارۍ په هکله له تاسو سره خبرې وکړي او تر زېږونې یا تولد د مخکې ملاقاتونو او روزنې په هکله به چې ښایي تاسو ورته اړتیا ولرﺉ درته ووایي. د هغه ځای په هکله به هم له تاسو سره خبرې وشي چې تاسو غواړﺉ تولد په کې وکړﺉ. ستاسو قابله یا ډاکټر به ستاسو د تولد څخه مخکې نورې پاملرنې له پاره وګوري، او که څه وارخطایي موجوده وي تاسو به راجع کړي چې د ولادي ناروغیو له متخصص سره وګورﺉ.

که تاسو نشئ کولی چې یوه ټاکلي ملاقات ته ځان ورسوﺉ، هیله ده چې هغوی ته ژر تر ژره ووایئ چې مونږ هغه وخت کوم بل چا ته ورکړو.

که ستاسو امېدواري پلان شوې نه وي، او تاسو مشورې او ملاتړ ته اړتیا لرﺉ، د امېدوارۍ مرکز کې له فرګوف کریسیس سره په 02380783134 نومره تماس ونیسئ.

څه ستونزې لرﺉ؟

د امېدوارۍ د پیل یونټ (اي پي یو) یو داسې یونټ دی چې د هغو ښځو له پاره ځانګړی شوی دی چې د امېدوارۍ په لومړیو وختونو کې ستونزې لري. دغه یونټ په پرینسیس اني هسپتال (پي ای اېچ) کې واقع دی او له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له ۹ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې پرانستی وي. ښځې کولی شي چې یاد شوي یونټ ته پر 02380798412 یا 02380796988 نومره باندې د مشورې له پاره ټیلیفون وکړي.

البته یو ځل چې تاسو د تولد څخه مخکې وخت له پاره یوه قابله ولرﺉ، د مشورې له پاره ستاسو د تماس لومړنی مقام باید ستاسو قابله یا ډاکټر (جي پي) وي.

ټسټونه یا ازموینې

هلته ګڼ داسې څرګندوونکي ټسټونه شته چې کېدی شي ستاسو د امېدوارۍ پر وخت وشي. دا په «ستاسو او ستاسو د کوچني له پاره څرګندوونکي ټسټونه» کتابګي کې لا پراخ شرحه شوي دي. دغه کتابګی به هغه وخت چې ستاسو امېدواري تایید شي ستاسو د ډاکټر په کتنځي کې تاسو ته درکول شي. دغه کتابګی په www.screening.nhs.uk/languages کې په پښتو کې شته.

مهم

که تاسو د خپلې امېدوارۍ پر وخت خپل نوم، ادرس بدلوﺉ، هیله ده چې خپله قابله یا ډاکټر ژر تر ژره خبر کړﺉ، چې ستاسو ریکارډونه تازه کړای شي.

ملاقاتونو ته د تګ پر وخت خپل د ولادت څخه د مخکې وخت کتنې همېشه له ځان سره وړﺉ.
که تاسو له کوم بل طبي متخصص سره لیدلي وي، نور ټسټونه مو ترسره کړي وي، او دلته یا بهر درته کوم درمل توصیه شوي وي، همېشه خپله قابله خبروﺉ.