ستاسو روغتیا – یو ډاکټر ولټوﺉ

ستاسو روغتیا – یو ډاکټر ولټوﺉ


Bookmark and Share


ورځنی

د ورځنیو روغتیایي ستونزو له پاره، خپل محلي ډاکټر ته لاړ شئ. روغتون ته مه شئ. د «ډاکټر» له پاره بل لغت عمومي طبیب/جنرل پریکټیشنر یا جي پي دی. په برتانیا کې، که تاسو ناروغ یئ، لومړی باید تاسو له یوه جي پي سره وګوري.

بیړنی

که تاسو داسې اړتیا لرﺉ چې بیړنۍ وي خو ژوند ګواښوونکې نه وي، په داسې حالت کې واک اېن مرکزونه تر ټولو ښه دي. د واک اېن مرکزونو مراقبت به د لاندې ناروغیو په درملنه کې مرسته وکړي:

  • عفونتونه
  • مات شوي هډوکي
  • کوچنۍ ناروغۍ
  • د تودوخې درجه
  • د امېدوارۍ چټک مخنیوی
  • نس ناستی او کانګې کول
  • خوږ او دردونه
  • ښویېدنې او له رګه کېدنې
  • خارښتونه
  • زخمونه
  • چیچنې

بیړنی

یوازې د بیړنۍ یا ایمرجنسي پېښې په صورت کې روغتون ته لاړ شئ. په یوه روغتون کې یوازې د ټکر او ایمرجنسي څانګه (A&E) د هغو خلکو له پاره چې په جدي توګه ناروغ یا سخت زخمي وي عاجل مراقبت برابروي.

د A&E څانګه به په لاندې برخو کې مرسته وکړي:

  • د سر ټپونه
  • لوېدل یا بې هوشي
  • ناڅاپه یا سخته پرېشاني
  • خطرناک ټکرونه
  • د زړه حمله
  • سخت تنفسي مشکلات
  • د وینې ډېره ضایع کېدنه
  • سختې سوزېدنې
  • ډېر زیات حساسیت
  • شکمنه ضربه

په A&E کې باید کارمندان خطرناکو او ژوند ګواښوونکیو حالتونو ته لومړیتوب ورکړي، نو که تاسو هلته له یوه کوچني ټپ سره لاړ شئ، ښایي تاسو اړ شئ چې د لیدلو له پاره ډېره اوږده انتظار وکړﺉ.

که تاسو په انګلېسي خبرې نه کوﺉ، تاسو حق لرﺉ چې د یوه ترجمان غوښتنه وکړﺉ. که ستاسو ټپ خطرناک نه وي، یوه واک اېن مرکز یا د کوچنیو صدمو یونټ ته لاړ شئ. تاسو د کوچنیو صدمو په یونټ کې د یوه ډاکټر د لیدلو له پاره وخت اخیستلو ته اړتیا نه لرﺉ. هغه په لوړه کچه د ماهرو نرسانو د یوې ډلې له خوا چې د کوچنیو صدمو په تداوۍ کې تجربه او تخصص لري چلېږي. د کوچنیو صدمو یونټونه او واک اېن مرکزونه د کال ۳۶۵ ورځې پرانستي وي او د لږو خطرناکو صدمو لکه دردونو، پرې شویو او ګرېدلو حالتونو درملنه کوي.ډېر خلک چې لږ زخمي شوي وي هم د ټکر او ایمرجنسي یونټ ته ځي، په داسې حال کې چې کېدی شي هغوی معمولا د کوچنیو صدمو په یونټ یا واک اېن مرکز کې تر دې ډېر ژر تداوي شي.

لینکونه

په ساوت امپټون کې واک اېن مرکزونه کېدی شي د بایټرن په روغتیایي مرکز او آر اېس اېچ روغتون کې وموندل شي. د زیاتو معلوماتو له پاره لاندې لینک وکاروﺉ.

Urgent Care on Southampton Community Healthcare website

Nicholstown Surgery

د نورو ستونزو له پاره له خپل ډاکټر سره وګورﺉ. هرڅوک چې په برتانیا کې اوسېږي حق لري چې له یوه ډاکټر سره خپل نوم راجسټر کړي

کله چې تاسو یوه روغتیایي ستونزه لرﺉ یا ښه نه یئ له خپل ډاکټر سره تماس ونیسئ او د لیدلو وخت واخلئ. ستاسو د محلي ډاکټر د جراحۍ یا عمومي طبیب تجربه د کورنۍ روغتیا یو پراخ لړ خدمتونه وړاندې کوي چې مشتمل دي پر:

  • د جنسي روغتیا په شمول د روغتیایي ستونزو په هکله مشوره
  • د امېدوارۍ د مخنیوي او امېدوارۍ په هکله مشوره
  • د واکسینونو تطبیق
  • ازموینې او تداوۍ
  • د درملو نسخې
  • نورو روغتیایي خدمتونو او ټولنیزو خدمتونو ته مراجعې

که ستاسو حالت عاجل نه وي، تاسو کولی شئ چې له یوه ډاکټر سره په دوه رسمي ورځو یا له یوه روغتیایي ماهر لکه یوه نرس سره په یوه رسمي ورځ کې دننه وګورﺉ. که تاسو په دوو رسمي ورځو کې وخت اخیستلو ته اړتیا نه لرﺉ، که مناسبه ګڼئ کولی شئ چې مخکې ترمخکې هم نوم لیکنه وکړﺉ.

دا مهمه ده چې تاسو د خپل اخیستي وخت مطابق لاړ شئ، یا که غواړﺉ چې ملاقات مو لغوه یا بدل کړﺉ په کار دی چې روغتون خبر کړﺉ.

یو ډاکټر ولټوﺉ

که تاسو مخکې ترمخکې له یوه ډاکټر سره راجستر نه یئ یا غواړﺉ چې په هغه ځای کې چې تاسو اوسېږﺉ بل ډاکټر پیدا کړﺉ کولی شئ چې زمونږ GPs in Southampton صفحه ولټوﺉ.

د پرانستې ساعتونه

ستاسو د عمومي ډاکټر د پرانستې له ساعتونو څخه وتلی په نورو وختونو کې تاسو کولی شئ چې له یوه ډاکټر سره له وخت څخه د وروسته ساعتونو د خدمت له لارې تماس ونیسئ. دغه خدمت باید یوازې د عاجلو روغتیایي ستونزو د حلولو له پاره چې نشي کېدلی چې ستاسو د ډاکټر د وخت تر پیلېدلو پورې وځنډول شي، وکارول شي. دغه خدمت د درملو له تکراري توصیو او نسخو سره سروکار نه لري.

هیله ده چې د when it is best to call the Out of Hours service, په هکله د اضافي معلوماتو له پاره دغه لینک کلیک کړﺉ او ولولئ. تاسو کولی شئ چې دغه خدمت ته د لاس رسي له پاره 08448113060 نمبر ته ټیلیفون وکړﺉ

تاسو باید 999 نومره یوازې د روغتیایي ایمرجنسي یا عجلې پر وخت ډایل کړﺉ.

لینکونه

GPs in Southampton

Nicholstown Surgery

د روغتیا په هکله د شفاهي مشورې له پاره او په هامپشایر کې د غاښونو د یوه ډاکټر د وخت اخیستلو له پاره وګورﺉ Hampshire Dental Helpline.

درملتون

کله چې ستاسو ډاکټر تاسو ته یوه نسخه درکوي، معمولا تاسو یوه درملپوه یا درمل جوړوونکي ته ورځئ. درملپوه بیا تاسو ته د نسخې له مخې صحیح درمل درکوي.

درملپوهان د نسخو پر توزیع سربېره نور خدمتونه هم وړاندې کوي. د مثال په توګه:

  • د کوچنیو ناروغیو لکه زکام، د پوستکي څرنګوالی او حساسیتونه په هکله مشوره،
  • په چټک ډول د امېدوارۍ مخنیوی،
  • همدارنګه تاسو کولی شئ چې د ټوخي، زکامونو او دردونو د لیرې کولو له پاره له درملپوهانو څخه درمل وپېرﺉ.

پیوندونه یا لینکونه

Local Chemists

Christmas and New Year opening times

اېن اېچ اېس مستقیم

د اېن اېچ اېس ډایرېکټ یا مستقیم – 08454647 له لارې له یوه ډاکټر څخه مشوره ترلاسه کړﺉ. اېن اېچ اېس ډایرېکټ یوه ټیلیفوني اسانتیا ده چې د ورځې ۲۴ساعته، د کال ۳۶۵ ورځې د دې له پاره تیاره وي چې هر هغه چاته چې اړتیا لري تخصصي روغتیایي مشوره، معلومات او ډاډ ورکړي.

اېن اېچ اېس ډایرېکټ همدارنګه د NHS Direct website. له لارې په آنلاین ډول ډېر معلومات او د ځاني مراقبت مشوره وړاندې کوي.

ګټور لېنکونه

NHS Choices Website

Medical Advice Now

NHS Direct Health and symptom checkers

Nicholstown Surgery

په هامپشایر کې د شفاهي روغتیایي مشورې، او د غاښونو د یوه ډاکټر له پاره د نوم لیکنې له پاره وګورﺉ Hampshire Dental Helpline.