ستاسو د کور او کرایې د بسپنې سکیم یا پروګرام

ستاسو د کور او کرایې د بسپنې سکیم یا پروګرام


Bookmark and Share


دا داسې یو سکیم یا پروګرام دی چې هدف یې دا دی چې له هغو خلکو سره چې کرایي کورونه مومي د پیسو مرسته وکړي. هغه مالي مرسته چې هغوی یې ورکوي د بیعانې له پاره ده نه د کرایې له پاره. د دې له پاره چې مرسته تر لاسه کړﺉ، ستاسو عاید باید لږ وي یا دا چې د مرستو تر لاسه کولو په حال کې اوسئ. ستاسو عمر باید د ۱۸ او ۶۵ کلونو تر منځ وي او وکولی شئ چې په مستقله توګه و اوسېږﺉ.

تاسو مرسته په اتومات ډول نه تر لاسه کوﺉ. تاسو باید لومړی له هغو خلکو سره خبرې وکړﺉ چې دغه سکیم یا پروګرام چلوي. هغوی به له تاسو سره انټرویو یا مرکه وکړي او له تاسو څخه به پوښتنې وکړي.

د کلیساګانو د کرایې د بسپنې سکیم

د پروژې له رییس سره په لاندې پته تماس ونیسئ:

Avenue St. Andrew´s URC, The Avenue, Southampton SO171XQ

rentscheme@asaurc.org.uk

02380904529

ساوت امپټون د ښار د کاتولیکانو د کرایې د بسپنې سکیم

له مارتین کیلارد (کوارډینیټر) سره په لاندې پته تماس ونیسئ

02380904529

Southampton City Catholics Rent Deposit Scheme

ستاسو کور: که تاسو د مرستې مستحق وګرځئ

که چېرې رییس ومني چې تاسو تر دغه سکیم یا پروګرام لاندې د مرستې وړ یئ، رییس به له تاسو او د کور خاوند سره کار وکړي.

د کور د خاوند په توافق:

  • پروګرام د ملکیت پلټنه کوي، چې ډاډمنه کړي چې ګاز او نور د خوندیتوب کتنې تازه او له وخت سره برابرې دي. هغه به وګوري چې ستاسو د کور حالت او جوړښت ښه دی.
  • پروګرام به په کور کې شته ټول شیان یا د اموالو فهرست (inventory) له تاسو او د کور له خاوند سره ترتیب کړي.
  • که هر څه سم وي، پروګرام به ومني چې د بیعانې له پاره قرارداد وکړي، تاسو باید د لومړیو ۴ اونیو کرایه مخکې تر مخکې یا د پېشکۍ په ډول ورکړﺉ.
  • تاسو د خپل کور د کرایې قرارداد، د کرایې د بسپنې د سکیم بیعانه، د اموالو فهرست او د استوګنځي له پاره د مرستې فورمه (که وي) لاسلیکوﺉ.
  • تاسو خپل نوي کور ته کډه کېږﺉ.