ستاسو کور او ازدحامستاسو کور او ازدحام

ستاسو کور او ازدحامستاسو کور او ازدحام


Bookmark and Share


که تاسو د استوګنې له پاره د یو ځای لټون کوﺉ، وګورﺉ چې څومره خلک په هغه کور کې لا له مخکې اوسېږي. دا کار مخکې تر دې چې تاسو خپل نوي کور ته ولېږدېږﺉ، وکړﺉ.

که تاسو ومومئ چې:

  • اسو مجبوریئ چې له داسې یو چا سره چې ستاسو د کورنۍ غړی نه وي د خوب کوټه شریکه کړﺉ،
  • تاسو مجبوریئ چې د مخالف جنس له یوه نا اشنا شخص سره د خوب کوټه شریکه کړﺉ،
  • ستاسو کوچنیان چې لس کلن یا تر دې لوی وي مجبور وي چې له نورو سره د خوب کوټه شریکه کړي،
  • تر ۵ ډېر کسان یوه د خوب کوټه، یو تشناب او یو پخلنځی سره شریک کړي،

په داسې حالت کې دغه کو ر ډېر مزدحم دی (ډېر زیات خلک په کې دي). تاسو حق لرﺉ چې دغه ډول استوګنځی رد کړﺉ.

د کور خاوند باید پرې نه ږدي چې ډېر زیات خلک په یوه کور کې واوسېږي، حتی که داسې هم وي چې ټول خلک په یو وخت په کور کې نه وي.

که تاسو یو کرایه نیوونکی یئ تاسو باید اجازه ورنه کړﺉ چې دومره ډېر خلک ستاسو په کور کې واړوي چې هلته ازدحام جوړ کړي. په دې برخه کې ملګري او کورنۍ هم شامل دي.

که تاسو په داسې یوه کور کې اوسېږﺉ چې خلک په کې ډېر زیات وي، کېدی شي چې شورا له تاسو سره مرسته وکړي.

د مشورې له پاره د تماس پته:

د خصوصي سکټور د استوګنځي برابرولو ټیم

Private Sector Housing Team
Southbrook Rise
4-8 Millbrook Road East
Southampton
SO151YG

02380832606.

ستاسو کور او له شور سره ستاسو ستونزې

کله چې تاسو یوه نوي کور ته لاړشئ، ډاډمنه کړﺉ چې تاسو د ډېر زیات شور سبب ونه ګرځئ. شور کولی شي چې ستاسو ګاونډیان خپه کړي. په لوړ اواز موزیک یا تلویزیون غږول، په لوړ اواز خبرې کول یا چیغې وهل شور ګڼل کېږي. که تاسو سپی ساتلی وي د هغه غپل هم په شور کې شامل دي. شور کېدی شي چې د شپې له مخې د ګاونډیانو له پاره ډېر زورونکی وي.

که چېرې ستاسو ګاونډیان شورا ته د شور په هکله شکایت وکړي، شورا به تاسو ته یو لیک درولېږي او درنه به غوښتنه وکړي چې بند یې کړﺉ. که تاسو شور جوړولو ته دوام ورکړﺉ، ښایي شورا تاسو ته یو بل لیک درولېږي او تاسو ته د داسې قانوني ګام په هکله اخطار درکړي چې هغوی کولی شي ستاسو پر ضد یې واخلي.

که ستاسو ګاونډیان ډېر زیات شور جوړوي او تاسو غواړﺉ چې په دې هکله شورا ته ووایئ، د عامې روغتیا ټیم سره تماس ونیسئ

Public Health Team
Southbrook Rise
4-8 Millbrook Road East
Southampton
SO151YG

Telephone 02380834442.

د اضافي معلوماتو له پاره یا د دې له پاره چې یو شکایت وکړﺉ دغه لینک کلیک کړﺉ:

www.southampton.gov.uk/s-environment/nuisance/noise.aspx