په ساوت امپټون کې ستاسو کور، د اضافي توکو ټولول او بیا کارول

په ساوت امپټون کې ستاسو کور، د اضافي توکو ټولول او بیا کارول


Bookmark and Share


دا د هرچا له پاره مهمه ده چې تاسو تر شوني حده پورې خپل اضافي توکي بیا وکاروﺉ. د دې له پاره چې تاسو هغه کار په اسانۍ سره وکړﺉ مونږ د بیاکارولو له پاره د پروسس صندوقونه یا ریسایکل بینز لرو. بیا کارول انرژي سپموي او چاپېریال خوندي ساتي. د مثال په توګه پلاستیک او فلز د دې له پاره بیاکارول کېږي چې نوي بوتل او کوتۍ ترې جوړې شي.

څنګه زه یو څه بیا وکاروم؟

هر کور یو د بیاکارونې صندوق یا ریسایکل بین لري چې داسې شیان ټول کړي چې کېدی شي بیا وکارول شي. ریسایکل بینونه اسماني یا اوبرنګه سرونه لري او په هرو دوه اونیو کې یو ځل تشول کېږي.

څه زه په ریسایکل بینونو کې واچوم؟

په اوبرنګه سر لرونکي صندوق یا بین کې تاسو لاندې توکي اچولی شئ:

  • کاغذ
  • حلبي ګانې او کوتۍ (هیله ده چې لومړی یې په اوبو ووینځئ)
  • پلاستیکي بوتلونه
  • مقوا او نازک مقوا کاغذونه

د نورو شیانو، لکه شیشه یي بوتلونو او رختونو له پاره ستاسو په محلي سیمه کې نور ریسایکل بینونه شته.

د بې ارزښته شیانو په صندوقونو یا ربیش بینونو کې زه څه واچوم؟

  • نور ټول بې ارزښته شیان په هغو ربیش بینونو کې چې د زرغون رنګ سرونه لري اچول کېږي. دا داسې بې ارزښته توکي دي چې بیا ترې کار نه اخیستل کېږي لکه د خوړو اضافي مواد، تورې خلتې، باري کڅوړې او پلاستیکي کڅوړې.
  • د زرغون رنګ سرلرونکي صندوقونه هره اونۍ تشول کېږي.
  • هیله ده چې دغه ډول صندوقونه له خپل وره سره د پلې لارې تر څنګ کېږدﺉ – خو یوازې د ټولولو په ورځ.

لینکونه

www.southampton.gov.uk/s-environment/householdwaste

www.recyclenow.com

د خپلې سیمې د صندوق ټولونې ورځ په www.southampton.gov.uk
کې وګورﺉ یا 08005191919 وړیا ایکشن لاین ته ټیلیفون وکړﺉ.