یو کور ولټوﺉ
تاسو کولی شئ چې یا:
- له یوه شخصي مالک څخه یو کور یا اپارتمان په کرایه ونیسئ
- د ښار له شورا یا د کور جوړونې له اتحادیې څخه سوشل کور په کرایه ونیسئ.
- یو ملکیت واخلئ.
ډېر خلک له یوه شخصي مالک څخه کور په کرایه نیسي. په ساوت امپټون کې د استوګنې له پاره د یوه ځای پیدا کول سخت دي، په ځانګړې توګه چې که ستاسو عاید لږ وي. په دې هکله د اضافي معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره چې له تاسو سره په ساوت امپټون کې د استوګنې له پاره یو ځای ومومي لاندې لینک کلیک کړﺉ:
www.housinginsouthampton.co.uk/index.asp
که تاسو بې کوره یئ
هیله ده چې ډېرو پوښتنو ته د ځوابونو موندلو له پاره لاندې لینک وګورﺉ:
www.southampton.gov.uk/living/housing/moneysolutions/homelessadvice/faqs.aspx
بې کوره کورنۍ کولی شي چې په دروازه کې د کور جوړونې له مشورتي ادارې څخه مشوره وغواړي 02380832327. د پرانستې وختونه لاندې ښودل شوي دي:
www.southampton.gov.uk/living/housing/moneysolutions/homelessadvice
مجرد خلک کولی شي چې د کوڅې د مخنیوي ډلې ته مراجعه 02380216000
یو کور ولټوﺉ: خصوصي مالکین
ډېر خلک له یوه خصوصي مالک څخه یو کور یا اپارتمان په کرایه نیسي. په کرایه نیولو له پاره لارښوونې کېدی شي دلته وموندل شي:
www.housinginsouthampton.co.uk/renting.asp
کله چې تاسو د استوګنې له پاره یو ځای ومومئ، ډاډمنه کړﺉ چې د کور له مالک سره یو د کرایې قرارداد ترلاسه کړﺉ. خپل د کرایې قرارداد تر لاسلیک کولو وړاندې وګورﺉ. ډاډمنه کړﺉ چې د ملکیت حالت او هر ډول فرنیچر په یوه فهرست کې چې د مالونو فهرست نومېږي ثبت کړﺉ.
www.housinginsouthampton.com/agreement.asp
www.housinginsouthampton.com/furniture.asp
تاسو باید د کور مالک ته یو څه پېشکي ورکړﺉ. دا به په هره هغه ویجاړتیا کې حساب شي چې تاسو یې په ملکیت رامنځته کوﺉ. هغه همدارنګه کولی شي چې نه تادیه شوې کرایه هم وپوښوي.
www.housinginsouthampton.com/money.asp
د قانون له مخې مالک باید هغه د پېشکۍ پیسې د مصؤنیت په یوه ځانګړي پروګرام کې واچوي. هغوی باید تاسو ته ووایي چې د پېشکۍ کومه طرحه یا سکیم هغوی کاروي. که هغوی تاسو ته نه ووایي، مشوره وغواړﺉ:
www.housinginsouthampton.com/landlords.asp
هلته داسې طرحې شته چې ښایي وکولی شي د پېشکۍ د پیسو د ورکولو مرسته وکړي
كور دننه او په كراههآخسزو امانت ييبنوم
ستاسو د کور خاوند باید ستاسو کور ترمیم کړي. که ستاسو د کور خاوند ترمیمات نه کوي، تاسو د ساوت امپټون د ښار شورا سره تماس ونیسئ. هغوی کولی شي چې د کور له مالک سره تماس ونیسي او وګوري چې ستونزه څه ده.
www.housinginsouthampton.com/landlords.asp
تاسو هم د یوه کرایه اخیستونکي په توګه مسؤلیتونه لرﺉ- لاندې لینک وګورﺉ:
www.housinginsouthampton.com/responsibilities.asp
یو کور ولټوﺉ: د کرایه نیوونکي ستونزې
که تاسو مشورې ته اړتیا لرﺉ، د ساوت امپټون د ښار شورا کې د خصوصي سکټور د استوګنځي برابرولو له ټیم سره تماس ونیسئ. د خصوصي سکټور کور جوړونه پر 02380832606/2735
یا ایمیل housing.renewal@southampton.gov.uk
د نورو معلوماتو له پاره کلیک کړﺉ:
www.southampton.gov.uk/living/housing/private/privatetenants
یو کور ولټوﺉ: د شورا یا کورجوړونې د اتحادیې کورونه
په ساوت امپټون کې د سوشل استوګنځيو له پاره یوه لویه اړتیا موجوده ده او ښایي تاسو اړتیا ولرﺉ چې ډېره اوږده موده صبر وکړﺉ.
د ساوت امپټون د ښار شورا ته د غوښتنلیک ورکولو له پاره باید تاسو یوه د استوګنځي د غوښتنلیک فورمه ډکه کړﺉ. تاسو کولی شئ چې یاده فورمه په دروازه کې ترلاسه کړﺉ یا یې له لاندې لینک څخه راښکته کړﺉ:
www.southampton.gov.uk/living/housing/moneysolutions/allocations
شورا به مخکې له دې چې تاسو د انتظار فهرست ته لاړ شئ او د یوه کور غوښتنه وکړﺉ، د استوګنځي له پاره ستاسو وړتیا و ارزوي.
د شورا د استوګنځيو په هکله د اضافي معلوماتو له پاره دلته کلیک وکړﺉ:
www.southampton.gov.uk/living/housing/moneysolutions/allocations/homebid/default.aspx