تاسو باید په برتانیا کې د موټر چلولو په قانون وپوهېږﺉ

تاسو باید په برتانیا کې د موټر چلولو په قانون وپوهېږﺉ


Bookmark and Share


مخکې تر دې چې تاسو په برتانیا کې موټر وچلوﺉ، باید خبر اوسئ چې تاسو د چلولو له پاره څه ته اړتیا لرﺉ او دا چې تاسو د خپل موټر له پاره کومو قانوني سندونو ته اړتیا لرﺉ.

که تاسو یو موټر اخلئ، تاسو باید هغه د موټروان او موټر د لایسنس یا جواز ورکوونکې ادارې (DVLA) سره ثبت کړﺉ.

د دې له پاره چې تاسو په برتانیا کې موټر په قانوني توګه وچلوﺉ تاسو باید:

  • ډاډمن اوسئ چې ستاسو موټر پر سرکونو د چلند له پاره خوندي او ازمویل شوی دی.
  • د سرک پر چپ لاس موټر وچلوﺉ.
  • همېشه یو سیټ بیلټ یا کمربند وتړﺉ. ټول موټروانان او مسافرین، د هغو په شمول چې په شاتني سیټ کې وي، باید یو سیټ بیلټ یا کمبربند وتړي.
  • په پام سره موټر وچلوي او د سرعت حد ته پام وکړي.
  • تاسو باید په داسې وخت کې موټر ونه چلوﺉ چې په لاس نیول کېدونکی موبایل فون کاروﺉ.

د قانون له مخې، تاسو باید تر موټر چلولو وړاندې لاندې سندونه ولرﺉ:

  • داسې د موټر چلولو لایسنس چې په برتانیا کې اعتبار ولري،
  • د هر موټروان د بیمې پوښښ،
  • له یوه تایید شوي MOT ګراج څخه د عرادې له پاره د MOT د ازموینې تصدیق
  • ستاسو د موټر له پاره د سرک د مالیې ټیکلۍ یا روډ ټکس ډسک. د مالیې ټیکلۍ له پستي ادارو څخه یا په آنلاین ډول ترلاسه کېدی شي. تاسو به د مالیې د یوې ټیکلۍ یا ریکارډ د ترلاسه کولو له پاره اړتیا ولرﺉ چې خپل د بیمې تصدیق او د MOT تصدیق وښیئ. کله چې تاسو خپل د مالیې ټیکلۍ تر لاسه کړﺉ، باید د ټولو هغو موټرو پر مخکینۍ ښیښه یې ولګوﺉ چې تاسو یې چلوﺉ. www.taxdisc.direct.gov.uk/EvlPortalApp

که یو د پولیسو مامور له تاسو څخه غواړﺉ چې له دغو سندونو څخه کوم یو وښیئ، تاسو باید دا کار هغه وخت وکړﺉ چې هغوی یې غوښتنه کوي یا دا چې په ۷ ورځو کې دننه یې د پولیسو ماموریت ته وروړﺉ. دا قانون دی.

که تاسو شراب څښئ او موټر چلوﺉ، قانون ستاسو له پاره درنې قانوني سزاوې لري:

  • که تاسو شراب څښئ یا نشه ییز درمل خورﺉ – په شمول د هغو درملو چې ستاسو ډاکټر یې تاسو ته درکوي په داسې حالت کې باید تاسو موټر ونه چلوﺉ.
  • که یوه د قانون محکمه تاسو د شرابو تر تاثیر لاندې په موټر چلولو ملامت وګرځوي، تاسو به لږ تر لږه تر ۱۲ میاشتو پورې له موټر چلولو څخه منع کړای شئ.
  • تاسو کېدی شي همدارنګه د ۶ میاشتو مودې له پاره بندي کړای شئ، تر ۵۰۰۰ پونډو پورې جریمه کړای شئ، وظیفه له لاسه ورکړﺉ او ډېر لوړ د موټر د بیمې قیمتونه تادیه کړﺉ.