قانون او د کرکې جرم

قانون او د کرکې جرم


Bookmark and Share


د کرکې جرم څه دی؟

د کرکې جرم هغه وخت پېښېږي چې یو څوک له دې امله ژوبلېږي یا بل ژوبلوي چې هغوی یوه ځانګړي ګروپ د مثال په توګه نژاد، جنسي جهت یا معیوبیت پورې اړه ولري.

نژادي زورونه دې ته وایي چې یو څوک په شفاهي یا فزیکي بڼه د هغوی د پوستکي د رنګ، هغه مذهب چې هغوی یې تعقیبوي، هغې ژبې چې هغوی یې وایي یا هغه هېواد چې هغوی ورپورې تړلي وي په پام کې نیولو سره د بل شخص په وړاندې ناوړه چلند وکړي. په دې کې لاندې عملونه شاملېدی شي:

  • په خلکو یا ملکیت باندې د شیانو ور غورځول
  • د لیکونو د صندوقونو له لارې د زوروونکیو موادو لېږل
  • د کرکجنو څیزونو لېږل
  • نژادپالونکي ټیلیفونونه

نژادي زورونه غلط کار دی. مه یې کوﺉ.

نژادي زورونه د قانون پر ضد ده: راپور یې ورکړﺉ.

قاون د هغو خلکو له پاره سزا ټاکلې ده چې د نژادي زورونې مرتکب کېږي.

راپور ورکول

که تاسو قرباني یئ او که یو شاهد، تاسو کولی شئ چې د داسې یوې پېښې په هکله راپور ورکړﺉ. یو شاهد داسې یو څوک دی چې داسې یو نژادي یا د کرکې جرم ویني چې بل څوک په کې ښکېل وي.

د جرمونو راپور باید تل پولیسو ته ورکول شي

تر ټولو مخکې، ډاډمنه کړﺉ چې تاسو او قرباني په امن کې یئ. که له تاسو څخه یو په خطر کې یئ، ژر تر ژره پر ۹۹۹ نمبر پولیسو ته ټیلیفون وکړﺉ.

د لږ بیړنیو قضیو له پاره تاسو کولی شئ چې هر د پولیسو ماموریت ته مراجعه وکړﺉ

یا 08450454545 ته

یا ساوترن کرایم سټاپرز ته پر 0800555111.

تاسو کولی شئ چې د کرکې د جرم په هکله د ساوت امپټون د ښار شورا ته هم راپور ورکړﺉ.

د ایمیل له لارې: hate.crime@southampton.gov.uk

د ټیلیفون له لارې: 02380834114

ویب فارم: http://sccwww1.southampton.gov.uk/consultation/hatecrime/harassment6.htm

د اضافي معلوماتو له پاره کلیک کړﺉ:
www.southampton.gov.uk/living/commequalities/raceequality/hatecrime.aspx