چاقو کارول: قانون څه وايي؟
د برتانیا د قانون په اساس، په ټولنه کې د چاقو ګرځول ناقانونه کار دی. که تاسو داسې کار وکړﺉ، کېدی شي چې تاسو له سختو قانوني سزاګانو سره مخامخ شئ.
که تاسو یو چاقو د دې له پاره درسره ګرځوﺉ چې ځان پرې خوندي کړﺉ خو د کارولو اراده یې نه لرﺉ، تاسو د یوه جرم مرتکب کېږﺉ.
که تاسو پلان لرﺉ چې یو چاقو وپېرﺉ یا یې وګرځوﺉ، دا مهمه ده چې وپوهېږﺉ چې قانون څه وایي. هرڅوک چې د دغو قوانینو په ماتولو ونیول شي کېدی شي چې تر ۴ کلونو پورې مودې له پاره زندان ته ولېږل شي.
په دې کې لاندې ټکي شامل دي:
- دا د هر دوکان له پاره د قانون پرخلاف عمل دی چې له ۱۸ کلنۍ څخه د کم عمر پر کسانو دې (د کاردونو او د پخلنځي د چاقوګانو په شمول) هر ډول چاقو وپلوري.
- دا د قانون پر خلاف عمل دی چې یو چاقو له منلي دلیل پرته – لکه چې تاسو د یوه اشپز په توګه کار کوﺉ، په ټولنه کې وګرځول شي.
- د یوه لوی یا بالغ شخص له پاره د چاقو ګرځولو اعظمي سزا ۴ کاله بند او ۵۰۰۰ پونډه جریمه ده.
- دا د قانون پر خلاف عمل دی چې هر ډول چاقو چې حکومت منع کړی وي وګرځول شي، وپېرودل شي یا وپلورل شي.
- هغه چاقوګان چې تېغ یې پټېږي، لکه د سویس د پوځ چاقوګان، ناقانونه نه دي خو په دې شرط چې تېغ یې تر درې انچو (۷.۶۲ سانتي مترو) لږ اوږدوالی ولري.
- که یو چاقو په ګواښوونکي ډول وکارول شي (حتی یو له قانوني پلوه مجاز چاقو، لکه د سویس د پوځ چاقو)، بیا هم د قانون له مخې «یرغلیزه وسله» ګڼل کېږي.