کورنی تاوتریخوالی او قانون

کورنی تاوتریخوالی او قانون


Bookmark and Share


داسې یو شخص چې د یوه بل چا په وړاندې د کورني تاوتریخوالي مرتکب کېږي، کېدی شي د برتانیا تر قانون لاندې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

کورنی تاوتریخوالی څه دی؟

په کورني تاوتریخوالي کې بېلابېل څیزونه راځي. هغه کېدی شي فزیکي بدچلندي وي، د مثال په توګه جنسي تېری. هغه همدارنګه کېدی شي شفاهي بدچلندي وي، د مثال په توګه ستاسو د ژوند شریک پر تاسو چیغې وهي او تاسو ګواښوي.

ښځې او سړي دواړه له کورني تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي. په کورني تاوتریخوالي کې د میندو پلرونو او کوچنیانو ترمنځ تاوتریخوالی هم راځي.

څه ته کولی شې؟

له پولیسو سره تماس ونیسئ. پولیس د کورني تاوتریخوالي په وړاندې جدي چلند کوي او هغوی به ستاسو د خوندیتوب له پاره ګام واخلي. په بیړني یا ایمرجنسي حالت کې ۹۹۹ ته ټیلیفون وکړﺉ.

که پېښه بیړنۍ نه وي، تاسو کولی شئ چې له خپل محلي پولیس ماموریت سره تماس ونیسئ او له هغوی سره د خپلې وضعې په هکله بحث وکړﺉ. 08450454545 نمبر ته ټیلیفون وکړﺉ.

تاسو کولی شئ چې له یوه خپلواک سازمان لکه سي ای بي یا د ساوت امپټون د ښځو له مرستندویې ادارې (ساوت امپټون ومینز ایډ) سره تماس ونیسئ او مشوره ترې وغواړﺉ. هغوی هم کولی شي چې تاسو ته روښانه کړي چې قانون د کورني تاوتریخوالي په هکله څه وایي. تاسو کولی شئ چې د لاندې شرطونو په شمول د بېلابېلو انتخابونو په هکله خبرې وکړﺉ:

  • هڅه وکړﺉ چې تاوتریخوالی بند کړﺉ او له هغه شخص سره چې تاسو ژوبلوي پاتې شئ.
  • کور په لنډمهاله ډول پرېږدﺉ.
  • کور د تل له پاره پرېږدﺉ.
  • په موجود کور کې پاتې شئ او هغه شخص چې غواړي تاسو ژوبل کړي کور پرېښودلو ته مجبور کړﺉ.
  • قانوني ګام واخلئ.

پولیس او سوشل ورکرز دواړه به ډاډمنه کړي چې تاسو داسې مرسته ترلاسه کړﺉ چې ورته اړتیا لرﺉ. هغوی کولی شي چې تاسو له داسې رضاکارو سازمانونو سره مخامخ کړي چې کډوالو ته داسې استوګنځي ورکوي چې هلته به تاسو خوندي یئ، البته خبر اوسئ چې د کډوالو استوګنځي ته لاس رسی به ستاسو د کډوالۍ حالت پورې تړلی وي. د مثال په توګه، دا چې تاسو په برتانیا کې په قانوني توګه اوسېږﺉ یا کار کوﺉ یا دا چې تاسو د ملي بیمې سهمونه تادیه کوﺉ.

مرسته له کوم ځای څخه تر لاسه شي؟

د خوندي ټولنو ټیم، د ساوت امپټون د ښار شورا Safer Communities Team, Southampton City Council

ټیلیفون: 02380833071

برېښنالیک Email community.safety@southampton.gov.uk

محلي ادارې

چاینیس انفارمېشن اینډ سنټر 02374621281

د اروپایي اتحادیې د ښه راغلاست اداره (EU Welcome)

د اروپایي اتحادیې د ښه راغلاست اداره یا اي یو ویلکم د اروپایي اتحادیې د نویو هېوادونو خلکو ته مرسته او ملاتړ برابروي. هغوی کولی شي چې خلک اړوندې اسانتیا یا خدمت ته ورمخامخ کړي او کولی شي چې په انګلېسي، پولنډي او نورو اروپایي ژبو خبرې وکړي.

07786392886

euwelcome@yahoo.co.uk

ساوت امپټون سیټیزنز اډوایس بیورو Southampton Citizen´s Advice Bureau

3 King´s Park Road
Southampton,
SO152AT
02380223659

ساوت امپټون ومینز ایډ 02380338881

ساوت هامپشایر ومینز ریفیوجی 02380637550

ملي ادارې او وېب سایټونه

ریفیوجي کونسل یا د کډوالو شورا

www.refugeecouncil.org.uk/practice/multilingual/advisers/support/domestic_violence.htm

مسلم ومینز هیلپ لاین

یوه ټیلیفوني مشورتي سرچینه ده چې د ټولو مسلمانو ښځو له پاره له نژادي توپیر څخه پرته کار کوي. ټیلیفون:
02089048193