د لویانو له پاره ښوونه او روزنه

د لویانو له پاره ښوونه او روزنه


Bookmark and Share


د انګلېسي کلاسونه/ټولګي (ESOL)

تاسو کولی شئ چې د انګلېسي کلاسونو ته لاړ شئ چې هلته به تاسو انګلېسي خبرې کول، لوستل او لیکل زده کړﺉ او همدارنګه به د حساب مهارتونه په کې زده کړﺉ. د نورو معلوماتو له پاره د ESOL معلوماتي لین ته ټیلیفون وکړﺉ.

ټیلیفون 02380233772

برېښنالیک esol@clearproject.org.uk

د آی ټي یا معلوماتي ټکنالوجۍ د ښوونې او روزنې/کمپیوټر کورسونه

هلته د آی ټي د کورسونو بېلابېل ډولونه شته، د مثال په توګه د کمپیوټر معرفي، د ادارې له پاره مهارتونه، او د کمپیوټر د هارډویر او سافټ په هکله کورسونه. تاسو کولی شئ چې د محاسبې مهارتونه په یوه پوهنتون یا آنلاین ډول زده کړﺉ.

Further Education Colleges
Internet based education and training, website: http://alison.com

حرفوي روزنه او ښوونه او روزنه

حرفوي روزنه له تاسو سره مرسته کوي چې د یوې ځانګړې وظیفې په هکله، د مثال په توګه، که تاسو غواړﺉ چې یو خښتې اچونکی، نلدوان، امنیتي محافظ یا سیکیوریټي ګارډ، او یا نایي شئ پوهه او مهارتونه ترلاسه کړﺉ.

Southampton City College
Telephone: 02380484848
Website: www.southampton-city.ac.uk

پوهنتون ته تلل

هلته په پوهنتون کې د کورسونو ډېر ډولونه شته. تاسو به د دغو کورسونو له پاره د ځانګړیو مهارتونو لرلو ته اړتیا ولرﺉ. تاسو به همدارنګه اړتیا ولرﺉ چې په یوه لوړه کچه د انګلېسي ژبې ازموینه (IELTS) کې بریالي شئ.

د IELTS په هکله د نورو معلوماتو له پاره د ESOL له معلوماتي لین (02380233772) سره اړیکه ونیسئ.

د مستخدم له خوا روزنه

ځینې مستخدمین به هغه وخت چې تاسو کار کوﺉ تاسو ته د روزنې په برابرولو کې مرسته وکړي، په ځانګړې توګه هلته چې د هغې وظیفې له پاره چې تاسو یې ترسره کوﺉ روزنې ته اړتیا وي.

هلته ځینې داسې وظیفې شته چې تاسو به د وظیفې د ترلاسه کولو له پاره د ځانګړې روزنې ترلاسه کولو ته اړتیا ولرﺉ، د مثال په توګه که تاسو غواړﺉ چې په یوه رسټورانټ کې کار وکړﺉ تاسو به د روغتیاساتنې یا حفظ الصحې د پوهې په برخه کې تصدیق لرلو ته اړتیا ولرﺉ یا که تاسو غواړﺉ چې په یوه ګودام کې کار وکړﺉ تاسو به د فارک لفټ لارۍ د چلولو لایسنس لرلو ته اړتیا ولرﺉ.

وړیا کورسونه

ځینې روزنیز کورسونه وړیا دي، د ځینو له پاره به یې تاسو اړتیا ولرﺉ چې یو کوچنی مبلغ تادیه کړﺉ. د نورو له پاره به تاسو اړتیا ولرﺉ چې د کورس بشپړ قیمت تادیه کړﺉ. تاسو باید د روزنې یا ټریننګ برابروونکي سره وګورﺉ او د یوه کورس له پاره تر داخلې وړاندې معلومه کړﺉ چې تاسو باید څه تادیه کړﺉ.

محلي پوهنتونونه یا کالجونه هم روزنه یا ټریننګ وړاندې کوي د هغې پاڼې لینک چې د پوهنتونونو فهرست په کې شامل دی

د انټرنېټ له لارې ښوونه او روزنه او ټریننګ

تاسو همدارنګه کولی شئ چې روزنې ته د لاس رسي له پاره انټرنېټ وکاروﺉ. د مثال په توګه ALISON یو پراخ لړ کورسونه وړاندې کوي چې وړیا دي. هغه مشتمل دي پر:

  • د ډیجیټل سواد او آی ټي وړیا مهارتونه
  • د پانګې اچونې او سوداګرۍ وړیا مهارتونه
  • وړیا روغتیا او خوندیتوب او قبلونه
  • وړیا روغتیایي سواد
  • وړیا د ژبې مهارتونه

وېب سایټ: http://alison.com

اضافي معلومات

په ساوت امپټون کې د روزنې او استخدام په هکله د اضافي معلوماتو له پاره په لاندې ډول تماس ونیسئ:

Contact Jobcentre Plus, Bernard Street, Southampton , SO143AY
08456060234
www.jobcentreplus.gov.uk

The Wheatsheaf House, 24 Bernard Street, Southampton S0143AY
02380223345
www.wheatsheaf24.demonweb.co.uk