ستاسو د کوچني ښوونه او روزنه
په انګلستان کې 5 – 16 ۶ کلونو ترمنځ ټول کوچنیان حق لري چې یوه دولتي ښوونځي ته د لوست له پاره لاړ شي. کوچنیان په عادي توګه لومړنی ښوونځي د څلور کلنۍ په عمر کې پیلوي. کوچنیان معمولا لومړنی ښوونځي په 11 کلنۍ کې پرېږدي او ثانوي ښوونځي ته ځي. ډېر دولتي ښوونځي هلکان او نجونې دواړه داخلوي، په داسې حال کې چې ځینې یې د یوه جنس زده کوونکي مني.
دا د قانون غوښتنه ده چې ټول کوچنیان باید 16 – 5 ۱۶ کلنۍ ترمنځ ښوونځي ته لاړ شي.
ښوونیز کال هر کال له سپتمبر څخه تر جولای پورې دی او به ۳ برخو وېشل شوی دی.
یو ښوونځی ولټوﺉ
د دې له پاره چې له هغه ځای سره نژدې ښوونځي ومومئ، د ساوت امپټون د ښار په شورا کې د ښوونځي د داخلو ټیم سره تماس ونیسئ. هغوی به ستاسو د کوچني نوم، د زېږېدنې نېټه او ادرس واخلي او تاسو ته به یوه د غوښتنلیک فورمه او د ښوونځیو فهرست درولېږي.
تاسو باید فورمه ډکه کړﺉ او بېرته یې ور ولېږﺉ. د شمولیت ټیم به تاسو ته یو لیک درولېږي چې درته ووایي چې کوم ښوونځي ته لاړ شئ او هم به یوه د پیل نېټه درته په ګوته کړي.
ادرس:
School Admissions Team,
3rd Floor, Southbrook Rise,
4-8 Millbrook Road Estate,
Southampton.
SO15 1YG
ټیلیفون: 02380832125
برېښنالیک: school.admissions@southampton.gov.uk
Website: www.southampton.gov.uk/learning/applyingforaschool/default.aspx
دا مهمه ده چې دوخته غوښتنلیک ورکړﺉ. غوښتنلیک په مني کې یو کال مخکې تر دې چې ستاسو کوچنی ښوونځی پیلوي ورکړﺉ. د مثال په توګه، که تاسو غواړﺉ چې ستاسو کوچنی د 2011 کال په سپتمبر کې ثانوي ښوونځی پیل کړي، تاسو باید د 2010 کال په سپتمبر یا اکتوبر کې غوښتنلیک ورکړﺉ. کله چې تاسو پوه شئ چې کوم ښوونځي تاسو ته نژدې دي، هڅه وکړﺉ وکړﺉ چې د هغو په هکله اضافي معلومات ترلاسه کړﺉ. دا به له تاسو سره مرسته وکړي چې انتخاب کړﺉ چې کوم ښوونځي ستاسو د کوچني له پاره غوره دي.
ځینې ښوونځي ډېر مشهور دي نو که ټول ځایونه ډک وي، ښایي ستاسو کوچنی ستاسو د خوښې ځای ونه نیسي. که ستاسو کوچنی په هغه ښوونځي کې چې تاسو یې غوره ګڼئ ځای تر لاسه نه کړي، تاسو قانوني حق لرﺉ چې د استیناف غوښتنه وکړﺉ.
ټیلیفون: 02380832125
برېښنالیک: school.admissions@southampton.gov.uk
د خپل کوچني په ښوونه او روزنه کې بوخت شئ
د یوه مور پلار په توګه، تاسو کولی شئ چې په هغه څه کې چې هغوی یې زده کوي د علاقې په ښودلو سره له خپل کوچني سره مرسته وکړﺉ چې په ښوونځي کې بریالی شي. له هغوی سره د هغوی د کورني کار یا کورنۍ وظیفې په برخه کې مرسته وکړﺉ او ډاډمنه کړﺉ چې هغوی هره ورځ ښوونځي ته لاړ شي. ډاډمنه کړﺉ چې هغوی په وخت سره ورسېږي او د زده کړې او لوبو له پاره صحیح جامې ولري.
د خپل کوچني له ښوونکي سره تماس ونیسئ او وګورﺉ چې څنګه تاسو کولی شئ چې له ښوونې سره په مشارکت کې کار وکړﺉ. تاسو کولی شئ چې په ښوونځي، کور او وروسته ژوند کې د خپل کوچني د چانسونو په بریالیتوب کې لوی تغیرات رامنځته کړﺉ.