ستاسو ښوونه او روزنه: د انګلېسي د زده کړې معلوماتي لین
اي اېس او اېل (ESOL ) د «انګلیش فار سپیکرز آف ادر لینګویجز یا انګلیسي د نورو ژبو د ویونکو له پاره» لنډیز دی. که تاسو غواړﺉ چې انګلېسي زده کړﺉ یا مو انګلیسي ته وده ورکړﺉ اړوند کورسونه وجود لري.
د دې له پاره چې په ساوت امپټون کې د انګلېسي د زده کړې په هکله معلومات تر لاسه کړﺉ، هیله ده چې له CLEAR سره په لاندې ټیلیفون نومره تماس ونیسئ:
ټیلیفون: 02380233772
که هلته هیڅ داسې څوک نه وي چې له تاسو سره مرسته وکړي، هیله ده چې یو پیغام پرېږدﺉ، CLEAR به تاسو ته بېرته ټیلیفون در وکړي؛ CLEAR کولی شي چې تاسو ته په برتانیا کې د ښوونې او روزنې د نورو مسایلو په هکله هم معلومات درکړي.
تاسو کولی شئ چې
esol@clearproject.org.uk ته برېښنالیک هم ولېږﺉ. هیله ده چې د ایمیل د موضوع یا سبجېکټ په کرښه کې انګلېسي زده کول « learn English» ولیکئ.
په انټرنېټ باندې انګلیسي زده کړﺉ
تاسو همدارنګه کولی شئ چې انګلیسي د انټرنېټ له لارې زده کړﺉ. د انګلیسي د ژوند او کار له پاره ویب سایټ www.englishforlifeandwork.co.uk کلیک کړﺉ.
دا د انګلیسي ژبې د زده کړې یو ډېر ښه ویب سایټ دی. تاسو کورسونو ته د لاس رسي له پاره اړتیا لرﺉ چې نوم لیکنه وکړﺉ. تاسو کولی شئ چې انګلیسي د هغه څه په اساس زده کړﺉ چې تاسو اړتیا لرﺉ ویې کړﺉ، لکه سودا اخیستل، ډاکټر ته تلل یا په کار کې په انګلیسي خبرې کول. هلته ډېر زیات شمېر کورسونه دي چې په څلورو کټګوریو باندې وېشل شوي دي:
- کار
- په برتانیا کې اوسېدل
- عمومي انګلیسي
- ازموینې او ټسټونه