په برتانیا کې ښوونه او روزنه او ستاسو مهارتونه

په برتانیا کې ښوونه او روزنه او ستاسو مهارتونه


Bookmark and Share


آیا ستاسو مستخدم یا پوهنتون/کالج ستاسو مهارتونه په رسمیت پېژني؟

ستاسو مستخدم یا ځایي پوهنتون ښایي د ښوونې او روزنې په هغه سطحه یا د مهارتونو په هغه ډول باندې چې تاسو په خپل اصلي هېواد کې ترلاسه کړي دي ونه پوهېږي. که خبره همداسې وي، پر www.naric.org.uk د برتانیا له پاره د په رسمیت پېژندلو ملي معلوماتي مرکز (UK NARIC) سره تماس ونیسئ.

ستاسو د ښوونې او روزنې سطحه

د برتانیا له پاره د په رسمیت پېژندلو ملي معلوماتي مرکز (UK NARIC) هغه مهارتونه ګوري چې تاسو په خپل اصلي هېواد کې ترلاسه کړي دي او د برتانیا له مهارتونو سره یې مقایسه کوي. هغه کولی شي چې ستاسو د مستخدم یا محلي کالج له پاره یو لیک تیار کړي، چې ښیي به چې ستاسو مهارتونه د برتانیا له مهارتونو سره څنګه مقایسه شي. دا به له مستخدمینو او پوهنتونونو سره مرسته وکړي چې پر هغو مهارتونو او پوهه باندې وپوهېږي چې تاسو یې لا له وخته لرﺉ.

یو ځل چې له UK NARIC څخه یو لیک تر لاسه کړﺉ، تاسو کولی شﺉ انتخاب کړﺉ چې بیا څه وکړﺉ؛

  • نوره زده کړه کول چې ستاسو ښوونې او روزنې ته وده ورکړي،
  • کار ته تلل،
  • د مسلکي حالت له پاره غوښتنلیک ورکول، د مثال په توګه چې د یوه ښوونکي په توګه کار وکړﺉ،
  • په لوړه کچه د ماهرو کډوالو د پروګرام له پاره غوښتنلیک ورکول چې د کاري جوازونو د غوښتنلیک د پروسې یوه برخه جوړوي.

د اضافي معلوماتو له پاره په لاندې پته تماس ونیسئ:
Wheatsheaf Trust.
Bernard Street
SO143AY
(Next to the Job Centre)
02380237662

www.wheatsheaftrust.org