ښوونه او روزنه او کوچني ته پاملرنه

ښوونه او روزنه او کوچني ته پاملرنه


Bookmark and Share


ډېر ښوونځي د ښوونځي د لوستونو له پای ته رسولو څخه وروسته نور فعالیتونه لري. دغه فعالیتونه د دې له پاره دي چې د شاګردانو، د هغوی د کورنیو او په لویه کې د ټولنې اړتیاوې پوره کړي. هغه ښوونځي چې تر ښوونځي وروسته اضافي خدمتونه وړاندې کوي د «تمدید شویو ښوونځیو» په نامه یادېږي.

یو تمدید شوی ښوونځی کېدی شي وړاندې کړي:

  • تر ۱۴ کلنۍ پورې کوچنیانو له پاره د کوچنیانو پاملرنه (که کوچنی معیوب وي تر ۱۶ کلنۍ پورې)، د سهار ۸ بجې – د ماښام ۶ بجې ټول کال او چېرې چې اړتیا وي.
  • تر ښوونځي وروسته او د ښوونځي په رخصتیو کې بېلابېل فعالیتونه
  • د میندو او پلرونو او د کورنۍ له پاره د زده کړې حمایه
  • د لویانو او ټولنې د زده کړې له پاره له ټولنې څخه کار اخیستل
  • د کارپوهۍ خدمتونو ته لاس رسی لرل

اضافي معلومات

ستاسو محلي ښوونځی به تاسو ته ووایي چې هغوی کوم فعالیتونه وړاندې کوي.

په ساوت امپټون کې د تمدید شویو ښوونځیو د طرحې په هکله د نورو معلوماتو له پاره لاندې پیوند کلیک کړﺉ:

http://www.southampton.gov.uk/learning/extendedschools/after-school.aspx

ښوونه او روزنه او ډاډمن پیل

ډاډمن پیل (Sure Start) یو حکومتي پروګرام دی او هدف یې دا دی چې د هر کوچني په ژوند کې پيل په تر ټولو غوره ډول وشي. د ډاډمن پيل د کوچنیانو مرکزونه د پر وخت ښوونې او روزنې، د کوچنیانو د پاملرنې، روغتیا او کورنۍ حمایې ادارې سره یو ځای کوي. هغوی ستاسو او ستاسو د کوچني له پاره په یو ځای کې یو پراخ لړ خدمتونه وړاندې کوي.

تاسو کولی شﺉ چې په لاندې برخو کې مسلکي مشورې ترلاسه کړﺉ:

  • روغتیایي او د کورنۍ اړوندې مسلې
  • د کوچنیانو د پاملرنې محلي انتخابونه
  • د کورنیو له پاره تخصصي خدمتونو ته لاس رسی
  • روزنیز او کاري فرصتونه

د ډاډمن پیل د مرکزونو د ادرسونو له پاره دلته کلیک وکړﺉ:

www.southampton.gov.uk/living/scchildren/scis.aspx

د ساوت امپټون د کوچنیانو او ځوانو خلکو معلوماتي مرکز

که تاسو کوچنیان لرﺉ او لاندې خدمتونه غواړﺉ، د ساوت امپټون د کوچنیانو معلوماتي مرکز (CIS) کولی شي چې له تاسو سره مرسته وکړي

  • چې د کوچنیانو د پاملرنې اداره ومومئ یا کار په کې وکړﺉ،
  • د پلارولۍ مورولۍ په هکله معلومات،
  • د کوچنیانو او ځوانو خلکو له پاره فعالیتونه،
  • کورنۍ حمایه،
  • روغتیایي معلومات،
  • له ښوونځي څخه بهر کلبونه،
  • د لومړنۍ کلونو ښوونه او روزنه

د نورو معلوماتو له پاره لاندې پیوند کلیک کړﺉ:

http://www.southamptonchildcare.org.uk