د کار په موندلو کې مرسته

د کار په موندلو کې مرسته


Bookmark and Share


جاب سنټر پلس (Jobcentre Plus ) یوه حکومتي اداره ده او د دې له پاره ده چې له خلکو سره د کارونو په موندلو کې مرسته وکړي. هغوی همدارنګه هغو خلکو ته چې مستحق دي د کارلټولو پر وخت مرستې ورکوي. هغوی یو پراخ لړ مشورې او ملاتړ برابروي چې له تاسو سره مرسته وکړي چې یو کار ومومئ.

که تاسو غواړﺉ چې له جاب سنټر پلس سره اړیکه ونیسئ او انګلېسي ستاسو لومړنۍ ژبه نه وي، تاسو کولی شئ چې:

  • خپل ترجمان وکاروﺉ،
  • له جاب سنټر پلس څخه د یوه ترجمان غوښتنه وکړﺉ.

خپل ترجمان وکاروﺉ

تاسو کولی شئ چې په خپله کورنۍ کې له خپل یوه دوست څخه غوښتنه وکړﺉ چې ترجماني وکړﺉ.

مخکې له دې چې پرېکړه وکړﺉ چې له چا نه غوښتنه وکړﺉ، په یاد ولرﺉ چې

  • ستاسو ترجمان باید ۱۶ کلن یا تر دې ډېر عمر ولري (که یو کوچنی ستاسو له پاره ترجماني کوي جاب سنټر پلس کولی شي د هغه له خولې یوازې دومره معلومات ومني چې هغه ستاسو نوم، ادرس او هغه ژبه چې تاسو پرې خبرې کوﺉ تایید کړي).
  • هغوی باید وکولی شي چې ستاسو په ژبه او انګلېسي دواړو خبرې وکړي.
  • هرڅوک چې تاسو انتخابوﺉ هغه به ستاسو پوښتنې ترجمه کوي او ستاسو د شخصي او مالي احوال په هکله به معلومات ورکوي، نو هغه باید داسې یو څوک وي چې تاسو پرې د داسې معلوماتو د شریکولو باور لرﺉ.

له Jobcentre Plus څخه وغواړﺉ چې د یوه ترجمان تیاری وکړي

تاسو به اړتیا ولرﺉ چې جاب سنټر پلس ته روښانه کړﺉ چې تاسو کومې ژبې ته اړتیا لرﺉ. ښایي هغه درته داسې یو څوک ومومي چې هم ستاسو په ژبه خبرې کولی شي او هم په انګلېسي چې جاب سنټر پلس وپوهېږي چې څه ډول ترجمان برابر کړي.

جاب سنټر پلس به هڅه وکړي چې په یوه رسمي ورځ کې دننه یو ترجمان تیار کړي. که ستاسو انټرویو یا ټیلیفون بیړنی وي، جاب سنټر پلس معمولا کولی شي چې په سملاسي توګه د ټیلیفون له لارې د ترجمانۍ یوه اسانتیا برابره کړي.

جاب سنټر پلس همدارنګه کولی شي چې هر ډول فورمې ډکې کړي.

د کار له پاره د تماس نمبر

د جاب سنټر پلس دوه عمومي ټیلیفون نمبرونه دي. که تاسو غواړﺉ چې جاب سنټر پلس دې ستاسو له پاره یو ترجمان برابر کړي، تاسو باید په یوه ډول جاب سنټر پلس ته روښانه کړﺉ چې تاسو په کومه ژبه خبرې کوﺉ. که تاسو د کار لټون کوﺉ، جاب سنټر پلس ته ټیلیفون وکړﺉ چې معلومه شي چې کومې دندې یا کارونه موجود دي.

جاب سنټر پلس ته د دوشنبې او جمعې د ورځو تر منځ د سهار له ۸ بجو څخه د شپې تر ۸ بجو پورې او د شنبې پر ورځ د سهار له ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۱ بجې پورې پر 08456060234 نمبر ټیلیفون وکړﺉ.

د دې له پاره چې یوه وظیفه آنلاین پیدا کړﺉ، لاندې لینک کلیک کړﺉ:

www.direct.gov.uk/en/Employment/Jobseekers/LookingForWork/index.htm

د دې له پاره چې مرسته وغواړﺉ

که تاسو غواړﺉ چې د مرستې له پاره یوه نوې غوښتنه وکړﺉ:
جاب سنټر پلس ته له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له ۸ بجو څخه د شپې تر ۶ بجو پورې پر 08000556688 نمبر ټیلیفون وکړﺉ.