ستاسو د ملي بیمې نمبر او خیریه مرسته

ستاسو د ملي بیمې نمبر او خیریه مرسته


Bookmark and Share


ستاسو د ملي بیمې نمبر یو شخصي نمبر دی چې د عوایدو او د مالیې د کریډیټونو د سیستم له خوا کارول کېږي. هغه د دې له پاره کارول کېږي چې په سیستم کې ستاسو مرستې ریکارډ کړي. هغه همدارنګه د دې له پاره کارول کېږي:

  • کله چې تاسو کار کوﺉ، تاسو به د «څنګه چې ګټئ هسې تادیه کړﺉ» له لارې مالیه او د ملي بیمې تفریقات تادیه کړﺉ.
  • ستاسو تقاعد: تاسو هغه وخت چې زړېږﺉ د خپل تقاعد د تادیاتو د ترلاسه کولو له پاره یو د ملي بیمې نمبر ته اړتیا لرﺉ.
  • کله چې تاسو کار لټوﺉ، ښایي د وظیفه لټوونکي د مددمعاش غوښتنې په صورت کې تاسو د وظیفه لټوونکي د مدد معاش مستحق وګڼل شئ.
  • د استوګنځي د مرستې غوښتنې.

هر د ملي بیمې نمبر بېل دی. هغه له تورو او نمبرو څخه جوړ شوی دی او داسې ښکاري:

QQ123456A

د ملي بیمې نمبر او کار

که تاسو کار لټوﺉ او که خیریه مرسته، ژر تر ژره خپل د ملي بیمې د نمبر له پاره غوښتنلیک ورکړﺉ.

کېدی شي چې د نمبر په ترلاسه کولو باندې ستاسو څو اونۍ یا میاشتې ولګېږي له دې امله دا مهمه ده چې تاسو ژر تر ژره غوښتنلیک ورکړﺉ. کله چې تاسو کار لټوﺉ تاسو د ملي بیمې نمبر ته اړتیا نه لرﺉ، خو کله چې کار پیلوﺉ بیانو تاسو د ملي بیمې نمبر ته اړتیا لرﺉ.

ډېر استخداموونکي علاقه نه لري چې داسې خلکو ته دندې ورکړي چې هغوی د ملي بیمې نمبر نه لري. که تاسو په همداسې یو حالت کې یئ، تاسو باید Job centre Plus ته ووایئ. هغوی ته داسې شواهد ور وښیئ چې څرګندوي چې تاسو هڅه کوله چې کار ومومئ. له هغوی څخه مرسته وغواړﺉ.

خپل د ملي بیمې د نمبر له پاره غوښتنلیک ورکړﺉ

د دې له پاره چې خپل د ملي بیمې نمبر له پاره غوښتنلیک ورکړﺉ، هیله ده چې 08456000643 نمبر ته ټیلیفون وکړﺉ.

کله چې تاسو د یوه ملي بیمې د نمبر له پاره غوښتنلیک ورکوﺉ، تاسو باید ځینې پوښتنې ځواب کړﺉ، د مثال په توګه:

  • پوره نوم
  • د زېږېدنې نېټه
  • پستي کوډ او پوره ادرس
  • آیا تاسو پخوا کله برتانیا ته راغلي وﺉ؟ که ځواب هو وي: کله؟
  • آیا تاسو په برتانیا کې کار کاوه؟
  • تاسو له چا سره کار کاوه؟

که تاسو په انګلېسي سمې خبرې نشئ کولی، له استازي څخه یو ترجمان وغواړﺉ او خپله ژبه وښیئ، د مثال په توګه «زه په کوردي خبرې کوم».

د هویت د شواهدو مرکه

جاب سنټر پلس(Job centre Plus) به ستاسو له پاره یوه د هویت د شواهدو مرکه (EOI) ترتیب کړي. هغوی به د مرکې نېټه، وخت او ځای تایید کړي او تاسو ته به ووایي چې تاسو له ځان سره څه معلومات/اسناد راوړﺉ.

دا مهمه ده چې تاسو له ځانونو سره د هویت ډېر اصلي اسناد لکه عکس لرونکی آی ډي – پاسپورټ، تذکره یا نېشنل آی ډي کارډ، ای آر سي کارډ، د زېږون تصدیق یا برت سرټیفیکیټ راوړﺉ.

لینکونه

د یوه ملي بیمې نمبر له پاره غوښتنلیک ورکول:

www.direct.gov.uk/en/MoneyTaxAndBenefits/ BenefitsTaxCreditsAndOtherSupport/BeginnersGuideToBenefits/DG_10014073

د ساوت امپټون د ښار شورا:

www.southampton.gov.uk/living/recessionadvice/finding.aspx