په کار کې ستاسو حقونه

په کار کې ستاسو حقونه


Bookmark and Share


هر څوک، د ادارې د کارکوونکو په شمول، درې حقونه لري:-

د هېواد په کچه لږ ترلږه اجوره

د 2009 د اکتوبر له 1 راهیسې، د هغو لویانو کارکوونکو د اجورې اندازه چې عمرونه یې ۲۲ کاله یا تر هغه زیات وي په ساعت کې £5.80 پونډه ده.

د 18 – 21 کلنو او هغو کارکوونکیو له پاره چې باوري شوې روزنه ترلاسه کوي د یوې نوې وظیفې په لومړیو 6 میاشتو کې د پرمختیایي اجورې اندازه په ساعت کې £4.83 پونډه ده.

د شوي کار د ساعتونو حد

تاسو حق لرﺉ چې په اونۍ کې تر 48 ساعتونو ډېر کار ونه کړﺉ مګر دا چې تاسو یې پخپله وغواړﺉ. ښایي ځینې استخداموونکي له تاسو څخه وغواړي چې له 48 ساعتونو څخه د ډېر کار فورمه لاسلیک کړﺉ. قانون وایي چې تاسو باید مجبور نه کړای شئ چې یاده شوې فورمه لاسلیک کړﺉ، یا که تاسو ردوﺉ چې نامناسب چلند درسره وشي.

ارام

د یوه لوی یا بالغ کارکوونکي په توګه تاسو د رسمي ورځو ترمنځ د لږترلږه 11 ساعتونو تفریح حق لرﺉ. په دې معنی چې که تاسو د دوشنبې پر ورځ د شپې پر ۸ بجو کار بس کوﺉ، د سه شنبې په ورځ د سهار تر ۷ بجو پورې باید تاسو بیا کار پیل نه کړﺉ.

له کار څخه رخصتي

تاسو حق لرﺉ چې په اونۍ کې یوه ورځ له کار څخه رخصتي وکړﺉ.

رخصتي

ټول کارکوونکي په کال کې د ۵.۶ اونیو (28 ورځو) رخصتۍ حق لري. دغه حق د وظیفې له لومړۍ ورځې څخه پیل کېږي.

له یوې اتحادیې سره یوځای شئ

ستاسو استخداموونکی نشي کولی چې په یوه اتحادیه کې ستاسو د غړیتوب له امله له تاسو سره ناسم چلند وکړي.

له تنخوا څخه په مناسب ډول پیسې ګرځول

تاسو باید پرې نه ږدﺉ چې د یونیفورم یا امنیتي سمبالتیاوو په څېر څیزونو له پاره ستاسو له تادیاتو څخه په نامناسب ډول پیسې وګرځول شي. که تاسو فکر کوﺉ چې دغسې یو کار کېږي، مشوره وغواړﺉ.

معلومات او مشوره

د ساوت امپټون د مشورې د استازیتوب مرکز: Southampton Advice Representation Centre
11 Porchester road
Southampton
SO192JB

02380431435

جي اېم بي: GMB
St Marks School,
Stafford Rd
Southampton, Hampshire,
SO155TE

02380774299

په ملي کچه تماسونه:
د تادیاتو او کار د حقونو هلپ لاین: 08009172368

د اضافي معلوماتو له پاره کلیک کړﺉ

www.worksmart.org.uk/rights

payandworkrightscampaign.direct.gov.uk/index.html